تونس کې تاوتريخوالی: ځايي خلکو پر کډوالو بريدونه کړي
د تونس په صفاقس ښار کې له بهرنیانو د کرکې پر اساس د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي. دا له هغه وروسته چې یو ۴۱ کلن ځايي کس له څو کډوالو سره په شخړه کې په چړو ووهل شو.
له دې پېښې وروسته یوه ډله ماسک تړلي سړي سړکونو ته ووتل، کډوال یې ووهل او ډبرې یې پرې وار کړې.
د کوچنیانو په کډون ۲۵ کډوال روغتون ته یوړل شول. له هماغې پېښې راهیسې چارواکو ۱۲۰۰ کسان له دغه ښار شړلې دي او د تونس پولې ته یې وړې دي.
د تونس په سوېل، له صفاقس ښار، بسام بونیني رپوټ لري.