د برازيل احتجاجونه؛ شپږ مياشتې وروسته حالت

د ویډیو تشریح، د برازيل احتجاجونه؛ شپږ مياشتې وروسته حالت

د جنورۍ په میاشت کې، په زرګونو لاریونکوونکو د برازیل کانګرس ودانۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته اور واچاوه. لاریون کوونکي د ښي اړخي پخواني ولسمشر جایر بولسونارو ملاتړي وو، چې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کېڼ اړخي لولا دې سلوا ته سیالي وبایلله.

د ښاغلي بولسونارو ډېری پلویانو له هغه وروسته چې ده په ټاکنو کې د درغلیو او د رایې ورکولو سیسټمونو په اړه بې بنسټه ادعاګانې وکړې، د دې ټاکنو د پایلو له منلو انکار وکړ.

خو د برازیل پخواني مشر رد کړه چې ګواکې خپل پلویان یې برید ته هڅولي و. د بي بي سي برازیل څانګې د ځینو عیني شاهدانو کیسې اورېدلي او د څار کامرو ویډیوګانې یې لیدلې دي.

هڅه یې کړې ده چې پوه شي هغه ورځ واقعآ څه وشول.