تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسه کې احتجاجونه: تاوتریخوالی لا هم روان دی
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د امنیتي ځواکونو پرېکنده ګامونو روان تاوتریخوالی کابو کړی دی. په فرانسه کې د پولیسو لخوا د یوه الجزایري تنکي ځوان د وژلو په غبرګون کې له اوو ورځو راهیسې د هېواد په کچه قهرجن لاریونونه روان وو.
هلته حکومت وایي، ۵۴ زره پولس او امنیتي ځواکونه د زرګونو اور وژونکو کسانو سره د هېواد بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي وو. په دې لاریونونو کې پولیسو شاوخوا ۷۰۰ کسان نیولي دي.