نايجيريا کې د هوا ککړتيا: يو شمېر فعالان يې پر وړاندې مبارزه کوي
لېګاس ایالت چې د نایجیریا اقتصادي مرکز دی د افریقا یو له بډایه ښارونو شمېرل کېږي او اقتصادي وده یې ډېره ګرندۍ ده. خو د دې ښار پراختیا پروژه ښايي ډېره ګرانه ورته تمامه شي.
له نورو سیمو دغه ښار ته د خلکو ورتګ د شته اوسېدونکو د ژوند پر کیفیت اغېز کوي او حکومت د ککړې هوا له ستونزې سره هم مخامخ دی.