تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
يونان کې د کډوالو بېړۍ ډوبېدل: ژوندي پاتي پړه پر ساحلي ساتونکو اچوي
د یونان چارواکي وايي د کډوالو د هغې کښتۍ ژغورلو عملیات چې نږدې دوې اوونۍ وړاندې ډوبه شوې وه اوس پای ته رسېدلي دي.
خو پر دوی پر دې چې په کښتۍ کې له سپرو کسانو سره مرسته نه وه شوې، نوي تورون لګول شوي دي.
کښتۍ په اصل کې، کب نیولو لپاره جوړه شوې وه خو کډوال پکې بار شوي او بیا له لیبیا، یونان ته روانه وه چې په سوېل سمندر غاړه کې یې د پایلاس ښار په ۵۰ کیلومتره کې ډوبه شوه. ویل کیږي شاوخوا ۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ملګري ملتونه یوازې دا تاییدولی شي چې ۱۰۴ تنه یې ژوندي پاتې دي. بي بي سي اوس د څو کسانو شاهدۍ اورېدلي چې د یونان ساحل ساتونکي تورنوي چې ښه پوهېدل چې کښتۍ په ستونزه کې ده خو دوی ترې مخ واړاوه او مرسته یې ورسره ونکړه.
په اړه یې د بي بي سي اردو څانګې خبریال خالد کرامت رپوټ لري: