د ګانا روغتيايي کارکوونکي؛ د نرسانو شمېر يې خورا کم دی
له بهره د نرسانو ګومارنه له کنټروله وتلې ده. همدا خبره د نرسانو نړيوالې شورا وروسته له هغه کړې، چې بي بي سي داسې بېلګې راوسپړلې، چې ښيي د ګانا روغتيايي سيستم د کارکوونکو شمېر کمښت له امله له شلېدو سره مخامخ دی.
ګانا کې روغتياپالان وايي د ناروغانو او ماشومانو ژوند ځکه خطر سره مخامخ شوی، چې ډېر شمېر نرسان او نرسانې بريتانيا کې دندو لپاره روان دي.
د وروستيو شمېرو يوه ارزونه ښيي چې ۱۲ سوه غانايان تېر کال د بريتانيا نرسېنګ نومليکنې بهير سره يو ځای شوي دي.
دا د هغه شمېر دوه برابره دی، چې ټوله اروپايۍ ټولنه کې ثبت شوی دی. د بي بي سي نړيوالې روغتيا خبريالې ناومي ګرېملي پرې دا راپور رالېږلی.