تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طبابت کې ژوند بدلوونکی پرمختګ: فلج شوی کس يو ځل بيا ګرځېدلی
په مغزو کې د اېښودل شوې یوې بریښنايي الې یا امپلانټ په مټ یو فلج کس وکولی شول چې یوازې د ګرځېدو په اړه د فکر کولو سره وخوځېږي او وګرځي. وايي همدې یې ژوند وربدل کړ.
دغه الکترونیکي یا بريښنايي اله بیا د یوې بلې هغې پره مرسته چې د ده د ملا تیر کې ځای پر ځای شوې ده، د ده نیت او فکر د ده پښو ته لېږدوي.
دغه سیستم لا هم په ازمایښتي پړاو کې دی خو په بریتانیا کې مېشته یوه طبي مرستندویه ټولنه یې خورا هڅوونکی بولي.