سودان جګړه؛ ميندوارې مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخامخ دي

د ویډیو تشریح، سودان جګړه؛ ميندوارې مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخامخ دي

داسې حال کې چې سودان کې جګړه دوهمې مياشتې ته ننوځي، سودانۍ میندې د ماشومانو زېږولو پرمهال دومره سختيو سره مخامخېږي چې سوچ يې هم ګران دی.

د برېښنا نشتوالی پر دې مانا دی، چې د ګوتو په شمېر د زېږون ډاکټرانې یا قابلې جګړې ځپلې پلازمېنې خرطوم کې لا هم پاتې دي، د سيزاريان يا عملياتو له لارې د ماشوم زېږون لپاره د موبايلونو له رڼا کار اخلي.

دا د ډېرو ستونزو يوازې يو اړخ دی، چې دوی ورسره مخامخ دي.