اوکرايين جګړه؛ د رواني اغيزو کړاو

په اوکرایین کې چارواکي وايي ښايي په راتلونکو میاشتو کې یې شاوخوا نیمایي نفوس رواني روغتیا برخه کې مرستې ته اړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد روغتیایي سیسټم له وړاندې تر فشار لاندې دی، ډاکټران باید د جګړې له امله په فزیکي ډول ټپي ناروغانو ته لومړیتوب ورکړي.