روهېنګيا کډوال؛ بنګله دېش له نړيوالو مرسته غوښتې

د ویډیو تشریح، روهينګيا کډوال؛ بنګله دېش له نړيوالو مرسته غوښتې

بنګله دیش د نړۍ ترټولو لوی کډوالو کمپ کوربه دی. هغه کپ چې تر یو میلیون ډېر روهېنګيا کډوال پکې اوسېږي. دا خلک په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار پوځ له ظالمانه برید تښتېدلي دي.

دا دی پنځه کاله وروسته، کمپ کې خلک ډېر، شرایط ناسم او جرمونه ډېر دي.

د دې مسئلو حل لپاره د بنګله دیش چارواکو په زرګونو کډوال د بنګال خلیج لرو پرتو ټاپوګانو ته لېږلي دي خو پر دې کار یې ملګرو ملتونو او د بشر حقونو ډلو نیوکه کړې ده ځکه وايي خوندي نه دي.

د بي بي سي خبریالې یلدا حکیم د بنګله دېش له لومړۍ وزیرې شیخ حسینې سره کتلي او له هغې یې د دغو اندېښنو په اړه پوښتلي: