تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې مذهبي تاوتريخوالی؛ د وژنو لړۍ کې مسلمانان په نښه شوي
په هند کې، په دې وروستیو کې د څو وژنو له کبله بحث بیا پر دې چې ایا د غواګانو ساتلو لپاره جوړ شوي قوانین د مسلمانانو په نښه کولو لپاره کارول کېږي.
غوا په هند کې اکثریت توکمي، هندوان، سپېڅلی څاروی بولي.
دغلته ډېرې داسې خپل سرې ډلې شته چې، ویل کېږي، تر ډېره له ښي اړخو افراطي هندو ډلو سره تړاو لري.
دغه ډلې وايي دنده یې دا ده چې د غواګانو د حلالولو مخه ونیسي او دا کار له پولیسو سره مرستې لپاره کوي. خو پر همدوی تور دی چې د یوې شمېر مړینو تر شا یې لاس دی.