د بريتانيا پاچا درېيم چارلز د تاج پر سرولو مراسم

د ویډیو تشریح، د بريتانيا پاچا درېيم چارلز د تاج پر سرولو مراسم

د بريتانيا پاچا درېيم چارلز د تاج پر سرولو مراسم د لندن وېسټ منېنسټر ابې کليسا کې ترسره شول. د بريتانيا شاهي کورنۍ، د نورو هېوادونو مشرانو او مشهورو څېرو په ګډون شاوخوا ۲ زره او ۲ سوه کسان دغو مراسمو ته ورغلي وو.

زرګونه نورو بيا د بکېنګم ماڼۍ مخې ته پر مال واټ ليکه شوي وو، چې ماڼۍ ته د ستنېدو پر مهال د شاهي جوړې يو څرک ننداره وکړي.

زموږ همکار يما بارز له هغه ځايه نور حال ورکوي