'تر کله به د نورو تېر ایستلو لپاره وایم چې روژه یم'

د ویډیو تشریح، 'تر کله به د نورو تېر ایستلو لپاره وایم چې روژه یم'

له پاکستان نه فاطمه اخلاق وايي، په رمضان میاشت کې د میاشتني عادت (حیض) له پټولو ستړې شوې ده.‌ ډېری مسلمانان په مبارکه روژه میاشت کې له سپېده داغ تر لمر لوېده پورې خوراک او څښاک نه کوي، خو که په دې وخت کې میاشتني عادت کې یاست،‌ تاسې له روژې مستثنا یاست. د فاطمې په ګډون ډېری ښځو پر خواله رسنیو د رمضان پر مهال د میاشتني عادت د ننګونو په تړاو خبرې کړې او دا چې لا هم دا مسله له ټابو مسلو ګڼل کېږي.