د ډنمارک یوه ټولګه کې د انسانانو کابو لس زره ماغزه
د ډنمارک سوېلي پوهنتون کابو ۱۰ زره انساني ماغزه ساتلي چې په څلورو لسیزو کې تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې د ناروغانو له خوښې او رضایت پرته د ډنمارک د روانپوهنې په بنسټونو کې د مړو له کوپړیو رایستل شوي او ساتل شوي دي.
باور دا دی چې دا په ګرده نړۍ کې د ماغزو یوه لویه ټولګه ده. په ۱۹۹۰مه لسیزه کې، د ډنمارک د اخلاقو شورا امر وکړ چې د څېړنې لپاره له دې ماغزو ګټه اخیستل کېدای شي. کارپوهان وايي، د کلونو په تېرېدو، دا ټولګه د عقلي زوال او ډیپریشن په ګډون د ګڼو ناروغیو په څېړلو کې ګټوره تمامه شوې ده.