اروپا کې د کډوالو کړکېچ: نېدرلنډز يې لويو بېړیو کې ځايوي
د اروپا لروبر هېوادونه، له منځني ختيځه، شمالي افريقا او اسيا د ګڼ شمېر کډوالو ورسېدو سره ځان سمون کې له ستونزو سره مخامخ دي. نېدرلنډز کې بيا حکومت په لوی شمېر د نويو کډوالو ورسېدو سره چلن لپاره بېړۍ او کښتۍ کاروي.
د بريتانيا حکومت وايي دا يو داسې څه دي، چې دوی هم پرې غور کوي.
د بي بي سي اروپا خبريال نېک بيک او ويډيو خبريال برونو بولپېپ هغې کښتۍ ته لاسرسی موندلی چې ۹ سوه کډوال په کې دي، چې ډېر یې له سوريې دي. دې کښتۍ له امسټرډام بهر لنګر وهلی دی.