تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوماليا کې وژونکې وچکالي؛ شاوخوا ۴۳ زره کسان يې وژلي
د سومالیا حکومت او ملګرو ملتونو د یوه نوي رپوټ له مخې ښايي تېر کال په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۳ زره کسان، څو کاله د باران نه ورېدو له امله مړه شوي وي.
دا د افریقا ښکر سیمه کې د وچکالۍ له امله لومړۍ رسمي مړینه ده. اټکل کېږي نیمایي قربانیان، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
همدغه رپوټ وړاندوینه کوي چې سږ کال به هم څه باندې ۳۴ زره نور کسان هم مړه شي.