کډواله افغان موسیقي غږوونکې: ’د طالبانو له تلو وروسته به نجونو ته موسیقي ورزده کوم ‘

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته په عام محضر کې د موسیقۍ پر غږولو او اورېدلو بندیز لګولی. طالبان وايي، دا یوه ''غیر اسلامي '' چاره ده.

دوی واک ته له رسېدو سره سم په کابل کې د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ دروازې وتړلې او د دې ادارې زدکوونکي یې له هېواده وتلو ته اړ کړل.

خو اوس، د ځوانو موسیقۍ غږوونکو یوه ډله پر نړیوال دریځ بیا راښکاره شوې او هڅه کوي افغان موسیقي ژوندۍ وساتي.