بنګله دېش کې د ۱۲ زره روهینګیايي کډوالو پنډغالي کې اور
د بنګله دېش چارواکي د روهینګیايي کډوالو په یوه پنډغالي کې د اورلګېدنې لامل څېړي. د دې اورلګېدنې له کبله ۱۲ زره کډوال بې سرپناه شوي وو خو چا ته په کې مرګژوبله نه وه اوښتې.
ځايي چارواکي وايي، پخلنځویو کې د ګازو سلنډرونو چاودېدو له کبله اور په چټکۍ سره خپور شوو، چې له امله يې دوه زره کورونه ويجاړ شول. پولیس په دې اړه پلټنه کوي چې ایا دا اورلګېدنه ورانونکی عمل و او که نه.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې تراوسه په دې تړاو یو تن نیول شوی دی. ویل کېږي، چې یاد پنډغالی په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی پنډغالی دی.