د بريتانيا حکومت وايي ناقانونه کډوال به نه مني

د ویډیو تشریح، د بريتانيا حکومت وايي ناقانونه کډوال به نه مني

د یوه نوي قانون له مخې به هغه کډوال چې بریتانیا ته په وړو کښتیو کې، د انګرېز تنګي اوبو له لارې را اوړي، له دې هېواد ایستل کېږي، په راتلونکي کې به بیا دې هېواد ته له ننوتلو منع کېږي او هېڅکله به ونشي کولی د بریتانیا تابعیت ترلاسه کړي.

په دې اړه نوی قانون په راتلونکو ورځو کې، اعلانېږي. دا به د غېر قانوني کډوالو سره د دې هېواد د لومړي وزیر یوه ژمنه پوره کړي.

په دې رپوټ کې په وړو کښتیو کې د کډوالو راتګ پیل ته کتنه کوو: