تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونان کې د دوو اورګاډو خونړی ټکر
د یونان لاریسا ښار ته څېرمه دوه اورګاډي ټکر شوي چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د بېړنیو چارو سازمانونو ویلي، د یونان په شمال کې د اورګاډو د ټکر سیمې ته د سې شنبې په مازدیګر ۵۰ ژغورندویان او ۴۰ امبولانسونه رسېدلې او تېره کرۍ شپه یې د خلکو د ژغورلو عملیات مخته بېول.
ویل کېږي د پېښې په یوه اورګاډي کې شاوخوا ۳۵۰ کسان سپاره وو له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر شوی دی.
پر خبري وېبپاڼو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د پېښې له ځایه د اور لمبې او ټینګ لوګی پورته کېږي.
تر اوسه د اورګاډي د ټکر لامل نه دی په ګوته شوی. د اور وژنې اداره وايي، د اوروژنې ۱۷ ګاډي د اور وژلو هڅه کوي.
مسافر وړونکي اورګاډي د تسالونیکي او لاریسا ترمنځ مسافر لېږدول.