تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کوه نور جنجالي الماس: د بریتانيا د پاچا تاج اېښودو مراسمو کې به نه کارول کېږي
بکنګهم ماڼۍ وايي، د کوه نور جنجالي الماس به د پاچا چارلز د تاج اېښودو په مراسمو کې ونه کارول شي. پرځای به یې د پاچا مېرمن، کمېلا، د ملکې مېري تاج پرسر کړي.
یاد تاج اوس د لندن له ټاور ودانۍ ایستل شوی او کمېلا لپاره جوړېږي.
د پاچا چارلز د تاج پر سرولو مراسم د مې میاشتې پر شپږمه په وېسټمېنسټر ودانۍ کې کېږي.