د هیمالیا غرونو کې دا منظرې لرونکی ښار له منځه ځي... ولې؟

د ویډیو تشریح، د هیمالیا غرونو کې دا منظرې لرونکی ښار له منځه ځي... ولې؟

هندي چارواکو د هیمالیا غرونو په لمن جوشیمت مېنه کې سلګونه کسان وروسته له هغه له خپلو کورونو ایستلي، چې د سلګونو کورونو او ودانیو دېوالونو کې ناڅاپه چاکونه پیدا شول.

د اوترکند ایالت چارواکو د ګڼو هغو ودانیو نړول پیل کړي، چې چاکونه یې کړي دي.

د ناڅاپي چاکونو لامل لا نه دی روښانه شوی، خو ځینو کارپوهانو یې پړه په سیمه کې د وګړو پر ډېرېدو او د هوا پر غیر عادي وضعیت اچولی دی.