تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'جنسیتبدلو' زدکوونکو لویه هیله نڅا
د هند سوېلي تامیل نادو ایالت کې یو ښوونځی جنسیتبدلو (ټرانسجنډر) سره د دودیزې نڅا د وړیا زدکړو له لارې پر تعصب غالبېدو کې مرسته کوي. هلته زدکوونکې هیله لري چې د بهارتنتیم مسلکي نڅاګرې شي. دا ښوونځی چینای کې د سهوداران بنسټ دارالایتام جوړ کړی، دا نادولتي مؤسسه له جنسیتبدلو سره د هوسا ژوند لرلو کې مرسته کوي.
د شمېرو له مخې، په هند کې نژدې دوه میلیونه جنسیتبدلي خلک اوسېږي، خو ځینې فعالان یې شمېر تر دې هم لوړ ګڼي. که څه هم دوی د قانون له خوندیتوب برخمن دي، خو ځینې وخت له تعصب او سپکاوي سره مخامخېږي.