تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شهزاده د لانجمنو خاطرو شپږ لاملونه
د شهزاده هري "احتیاطي" په نامه خاطرې د بریتانیا پر شاهي کورنۍ د نارضایتیو او تورونو لګولو د ټولګې رسوايي ده. دا کتاب په رسمي ډول د جنورۍ پر ۱۰مه خرڅلاو ته وړاندې کېږي، خو بي بي سي نیوز ته یې اسپانیا کې – چېرې چې په غلطي خرڅلاو ته وړاندې شوی ـ یو ټوک ترلاسه کړی.
په دې کتاب کې د هري رسواییو کې دا هم ادعا هم شوې چې ورور یې پر ده د هغه د مېرمنې مېګن په باب څو ځله برید کړی، په افغانستان کې یې د خدمت پرمهال ۲۵ طالب جنګیالي وژلي او زلمیتوب کې یې نشه توکي کارولي او د خپلې مړې شوې مور شهزادګۍ ډیانا په اړه یې له یوه روانپوه سره خبرې کړې دي.
دا د هري د یادښتونو ټولګه ده او کنزینګټن او بکینګهم ماڼیو ویلي چې دوی په دې اړه تبصره نه کوي.