اوکرايين کې جګړې ميليونه ځوانان له خپلو کورونو ايستلي

د ویډیو تشریح، اوکرايين کې جګړې ميليونه ځوانان له خپلو کورونو ايستلي

پر اوکرايين د روسیې له یرغل لس میاشتې وروسته ډېری یې لا تر اوسه د کډوالو په توګه ژوند کوي.

په مارچ میاشت کې، بي بي سي له یوې ځوانې نجلۍ سره ولیدل چې له شمالي ښار خارکیفه له خپلې مور سره تښتیدلی وه.

اوس نیکا اګاف اون اووا په بریتانیا کې ژوند کوي او دا یې منلې چې هېڅکله به ژر کور ته ستنه نه شي.