د برازيل ولسمشر لولا ډېلوا د لوړې مراسم

د برازیل نوي ولسمشر لوېز اناسیو لولا ډسېلوا ژمنه کړې چې خپل هېواد به ورغوي او د امازون ځنګل ساتنه به کوي.

په لومړي ځل یې له ولسمشرېدو دوه لسیزې وروسته دغه کیڼ اړخي او تجربه کار مشر په برازیلیا کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

هغه خپلو پلویانو ته وویل چې دی به ټولنه کې یو والی راولي او د ټولو لپاره به حکومت وکړي.