کنګل پوښلي کورونه

سړې هوا او يخنۍ د امریکا په بېلابېلو سيمو کې ځاني زيان اړولی. د شمېرو له مخې په ځانګړې ډول د نیویارک په بوفالو ښار کې سړې هوا له کبله يوازې دوشنبې ۲۸ تنه مړه شوي دي.

د نیویارک ایالت چارواکي ویلي، ځینې کسان ان څه باندې دوې ورځې په ګاډو کې بند پاتې دي چې "احتمالاً" دا د دوی په ژوند کې تر ټولو ناوړه توپان دی.

وړاندې د بوفالو ښار چارواکې کتي هوچل ویلي وو، دا ښار اوس لکه د 'جګړې ډګر' په شان ښکاري.

په ټول هېواد کې بيا تر دې مهاله د ۵۶ تنو مړينه تائيد شوې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د بېړني حالت اعلان کړی چې په لړ کې به یې د نیویارک ایالت فدرالي ملاتړ ته اجازه ورکړل شي.

نوموړي پر ټویټر لیکلي: "زړه مې له هغو کسانو سره دی چې د اونۍ رخصتیو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي".

د یخنۍ دغه څپې له کاناډا پیل او د امریکا د سویلي تګزاس ایالت پورې د لسګونه میلیونه خلکو ژوند له کړاو او بندښت سره مخ کړی دی.