اوکرايين کې د کرېسمېس ورځ

د ویډیو تشریح، اوکرايين کې د کرېسمېس ورځ

د اوکرايين ولسمشر يو ځل بيا يوه ننګوونکي ويډيويي پيغام کې خبرې کړې داسې حال کې چې هېواد یې د روسيې له يرغل راهيسې د مسيحيانو لومړی کرېسمېس اختر تېروي.

ولوديمير زېلېنسکي ويلي، د روسانو توغندي یې د هېواد پولادي اروا نه شي زيانمنولی.

د بي بي سي خبريال هيوګو بچېګا کيف کې يوې کورنۍ ته ورغلی، چې وګوري دوی د مسيحيانو خپلې اختريزې ورځې څنګه تېروي.