ميانمار کې جګړه: ډېرې کورنۍ يې وېشلې دي

د ویډیو تشریح، ميانمار کې جګړه: ډېرې کورنۍ يې وېشلې دي

په ميانمار کې کودتا او له تاوتریخوالي ډکې کورنۍ جګړې کورنۍ سره وېشلې دي. بو کیار ین په میانمار کې د ډېموکراسۍ پلوه جنګیالیو د یوې ډلې مشري کوي څلور زامن یې هم ورسره جنګېږي.

خو دوه نور زامن یې بیا د دغه هېواد په پوځ کې دي. ډېر کله دوی له یو بل سره د لیدو فرصت مومي خو د جګړې په ډګر کې.

موږ د دې کورنۍ خوندیتوب له امله په دې رپوټ کې نومونه او ځینې غږونه بدل کړي دي. پام مو وي چې پدې رپوټ کې ځینې برخې شته چې تاسې به خپه کړي.