سل ښځې: ولې کاتوليک مذهب ښځې پادريانې نه مني

د ویډیو تشریح، سل ښځې: ولې کاتوليک مذهب ښځې پادريانې نه مني

په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد ډېر کاتولیک عیسویان شته، که څه هم ښځو تل د کلیسا په ژوند کې مهم رول لوبولی دی.

خو واتیکان هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې ښځې دې د پادریانو په توګه وټاکلې شي. اوس داسې حرکت پیل شوی دی چې دا بدل کړي.

د بي بي سي د سلو ښځو لړۍ له یوې داسې میرمنې سره لیدلي چې درهبانیت په پټو مراسمو کې یې برخه اخیستې وه - سره له دې چې پوهېږي په دې کار به بیخي له کلیسا وایستل شي.