سل ښځې: ګريلنډ کې د حقونو لپاره د ښځو مبارزه
ډنمارک او ګرينلنډ په رسمي ډول پر دې سلا کړې، چې د زېږون کنټرول هغه تاريخې تدبير په اړه، چې د ګرينلنډيانو پر وړاندې ډېر کلونه پلی کېده، یوه دوه کلنه پلټنه پيل کړي.
د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو اوږدو کې زرګونه ښځو او نجونو ته د ميندوارۍ مخنيوي توکي لګول کېدل.
خو لکه دې راپور کې به یې چې وګورو، بي بي سي موندلې، چې دا تدبير لا اوس هم ښايي پلی کېږي.
په اړه یې دا راپور ښايي ځينو ته خواشينوونکی وي.