کردي ځواکونو د هغو کمپونو ساتنې پرېښوولو ګواښ کړی چې داعش اړوند کسان پکې ساتل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې شمال ختیځ کې ځايي ځواکونو بي بي سي ته ویلي، دوی ښايي اړ شي چې د هغو کمپونو ساتنه پرېږدي چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش بندیان پکې ساتل کېږي.
د سوریې دیموکراتیک ځواکونو یا اېس ډي ایف وايي، که ترکیې په دې سیمه کې ځمکني عملیات پیل کړل، دوی به د دې کمپونو ساتنې وړتیا له لاسه ورکړي.
د یادونې ده، چې ترکیې په استانبول کې د یوې بمي چاودنې په غبرګون کې د سیمې سلګونه هدفونه په نښه کړي دي. د استانبول په چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
ترکیې په سوریه کې مېشت کرد بېلتونپالي د دې چاودنې مسوول بللي. اېس ډي ایف ملېشا چې ډېری غړي یې کردان دي، او د امریکا ملاتړ ورسره دی، په دې چاودنه کې ښکېلتیا ردوي او پر ترکیې تور پورې کوي چې د پولې غاړې ته د عملیاتو لپاره دا پېښه د پلمې په توګه کاروي.
د چارشنبې پر ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل په سوریه کې هوايي بریدونه ''یوازې پیل و ''او په وینا یې ''د یوه امنیتي دهلیز '' په رامنځته کولو سره د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې سیمو خوندي کولو ته ژمن دی.

بل لور د ایس ډي ایف مشر مظلوم عابدي بي بي سي ته وویل، ځمکني عملیات به د داعش وسله والو بیا راټوکېدو سبب شي.
نوموړي وویل: ''دا چاره به په سوریه کې د یوې بلې کورنۍ جګړې لامل شي او د داعش خلاف به زموږ ترهګرۍ ضد جګړه ودرېږي. د نړیوالو متحدینو په توګه موږ له داعش سره جګړه وکړه او ماتې مو ورکړه او ترکیه چې څه کوي، دا هر څه به تر پوښتنې لاندې راشي. ''
نوموړی وايي، د ترکیې هوايي بریدونو له کبله دوی د داعش پر ضد مبارزه درولې. د داعش ډلې پر ضد جګړه کې نړیوال کمپاین پر مهال امریکا په سوریه کې پر کرد ځواکونو ډېره تکیه کوله او ایس ډي ایف ملېشه اوس هم د هغو زندانونو او توقیف ځایونو مدیریت کوي چې د داعش مشکوک غړي او د دوی کورنۍ پکې ساتل کېږي.
د الهول په نامه کمپ د دې کمپونو تر ټولو ستر هغه دی چې د داعش وسله والو کورنۍ او ماشومان پکې ساتل کېږي. په دې کمپ کې نژدې ۵۰ زره کسان ساتل کېږي چې له دریو دوې برخې یې ماشومان دي.









