د اندونیزیا زلزلې لږ تر لږه ۱۶۰ کسان وژلي
د اندونیزیا جاوا ټاپو سیانجور ښار کې ۵٫۶ درجې زلزلې لږ تر لږه ۱۶۰ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
دا زلزله شاوخوا لس کیلومتره (شپږ میله) ژوره وه او په ۱۰۰ کیلومترۍ کې یې ټکان احساس شوی دی.
ژغورندویانو تېره شپه هم د خلکو ژغورلو هڅه کړې او تر کنډوالو لاندې خلک لټول کېږي.