د خوړو خونديتوب: کېنيا جنيټيکي بدلو شويو خوړو ته مخه کوي

کېنیا کې به کروندګر د راتلونکي کال له لومړيو د جوارو په جينيټيکي ډول بدلې شوې دانې/تخم کاروي. حکومت وایي، تائید شویو دانو یا تخمونو باندې د خوندیتوب دقیقې ازموینې شوې خو کروندګر وایي، دا په سیمه کې د خوړو د بحران ته د حل لاره نه ده.