د ازادو خبريالانو جايزه؛ د افغانستان کيسې په کې نندارې ته وړاندې شوې

د ازادو خبريالانو لپاره د روري پېک نړیواله جایزه دا وار د نايجېريا، سومالیا، کشمیر، هند، افغانستان او میانمار په اړه رپوټونو ته ورکړل شوه.

د افغانستان په اړه بيا يوه جوړ شوي مستند فلم کې د ښځو حقونو او د طالبانو تر واک لاندې ژوند کيسه شوې ده.

روري پېک د شمالي ایرلنډ يو ازاد خبریال و چې د سختو جګړو سیمو په اړه يې رپوټونه جوړول، او د ۱۹۹۳ کال کې مسکو کې د خبريالۍ کار پر مهال ووژل شو، چې اوس یې په نامه د ازادو خبریالانو یو بنسټ په نړیواله کچه کار کوي.

سید عبدالله نظامي لندن کې د جایزو ورکړې مراسمو ته ورغلی و او رپوټ کې یې پر دې پام غونډ کړی چې افغانې ښځینه خبریالانې کډوالۍ کې له کوم کړاو سره مخامخ دي.