د اقلیمي بدلون سرمشریزه ۲۰۲۲: د ۱۰۰ میلیارد ډالرو ماته شوې ژمنه

د ویډیو تشریح، د اقلیمي بدلون سرمشریزه ۲۰۲۲: د ۱۰۰ میلیارد ډالرو ماته شوې ژمنه

شتمنو هېوادونو له بې وزله هېوادونو سره هر کال د اقلیمي بدلون د اغېز کمولو او شین کوریزو ګازونو د بندولو د همکارۍ لپاره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو ورکولو ژمنه کړې ده.‌ خو لا تر اوسه دوی پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي او ناڅرګنده ده چې ایا تر ۲۰۲۳ کال مخکې به دا پیسې ورکړي او که نه. د پیسو یوه برخه د پور په ډول ورکړل شوې چې بې وزله هېوادونه یې ښايي په بېرته ورکولو ونه توانېږي.