اوکرايين جګړې په اړه د روسانو نظرونه وېشلي دي
پر اوکرایین د روسیې له یرغل نهه میاشتې وروسته، لوړپوړي اوکرایني پوځیان وايي چې د ولسمشر پوتین د ځواکونو پر وړاندې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
روسي پوځیانو دا منلې چې د اکمالاتو برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او دا چې د نوو دفاعي لیکو په جوړولو بوخت دي.
اوس د ډېرو سترګې پر جنوبي بندر خېرسون دي، یو داسې ستراتیژیک ښار چې روسي پوځيان يې په وینا ترې وتلي دي.
په دې رپوټ کې دې ته کتنه شوې چې د روسانو د وتلو خبر خپله په روسیې کې څنګه رپوټېږي.