ایران کې پوهنتونونه څنګه د لاریون پر لومړۍ کرښه واوښتل

د ویډیو تشریح، ایران کې پوهنتونونه څنګه د لاریون پر لومړۍ کرښه واوښتل

په ایران کې د محصلینو د سیاسي فعالیت تاریخ څه د پاسه یوه پېړۍ مخکې پیل شوی و، خو په تېرو څو کلونو کې د محصلینو غورځنګ د حکومت د سختو ګواښونو او ستم په ګډون د بېلابېلو لاملونو له کبله د فلج کېدو په حال کې و. خو د ځوانې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته لاریونونو بیا دغه غورځنګ بېرته ژوندی او پیاوړی کړ او محصلین د مظاهرو په لومړي سر کې وو. دا وېډیوګانې محصلینو ثبت کړې دي.