د عراق کردستان کې ترينګلتيا
د عراق کردستان کې د ترينګلتيا کچه په لوړېدو ده. په تېره بيا وروسته له هغه چې د ايران انقلابي ګارډ له خوا پر دې سيمه توغنديز او ډرون بريدونه وشول.
دا يې تر ټولو نژدې ګاونډيانو پر وړاندې تر ټولو ناوړه بريدونه، او ايران کې له روانو احتجاجونو سره تړلي بلل شوي دي.
د بي بي سي نفيسه کهنورد د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېرې حساسې سيمې ته ورغلې او دا راپور یې راستولی دی.