افغان کډوال د سرپناه پيداکولو کې ستونزې لري

برازیل د تېر کال وروستیو کې افغان کډوالو ته شاخوا شپږ زره بشر دوستانه ویزې ومنلې. خو ځایي چارواکي وایي، دوی تصور نه کاوه چې هره میاشت به لسګونه افغانان دغه هېواد ته ورځي.

هلته لا هم یو شمېر افغان کډوال ځای په ځای شوي نه دي او څه باندې سل کسان په موقتي ډول په یوه هوايي ډګر کې مېشت شوي دي.

دغه کډوال تېر کال پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي و.