عراق کې "د تېلو فابريکې د هوا ککړتيا لامل شوی او پر انسانانو يې اغېز وژونکی دی"

د بي بي سي عربي څانګې یوې څېړنې موندلې چې په عراق کې د تېلو تولید له سیمو، زهرجنه ککړتیا - د دغه هېواد پر ماشومانو او چاپېریال اغېز کوي.

د بریتانیا تېلو کمپنۍ بي پي دغلته یو له مهمو قراردادیانو ده. بي بي سي لپاره شوې ساینسي ازموینې ښيي چې د ګازو را ایستلو سیمو ته نژدې خلکو کې د زیان رسونکي او سرطاني کیمیاوي موادو لوړه کچه موندل شوې ده.

دا هغه توکي دي چې د تېلو د تولید پر مهال سوځول کېږي. بي پي وايي د بي بي سي موندنو "ډېر اندېښمن" کړي دي.