لوېدیځ ته د پوتین ګواښ: د خپلې دفاع لپاره 'هر ډول وسلې' کارولی شو

د ویډیو تشریح، لوېدیځ ته د پوتین ګواښ: د خپلې دفاع لپاره 'هر ډول وسلې' کارولی شو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د یوه فرمان په مټ یې سر له چارشنبې ورځې د احتیاطي پوځیانو د خوځولو امر کړی دی چې هدف یې د هغې روسي خاورې دفاع ده چې په وینا یې لوېدیځ یې "ویجاړول" غواړي.

پوتین پخپله تلوېزیوني وینا کې وویل، هېواد یې له "اټومي ګواښونو" سره مخامخ دی او له خپل ځانه د دفاع لپاره به له هر ډول شته وسیلو او امکاناتو ګټه واخلي.

پوتین د چارشنبې په ګهیځ یوه تلوېزیوني وینا کې وویل: "که د هېواد یووا لی مو له ګواښ سره مخامخ شي، په ټینګار سره به د روسیې او زموږ د ولس د دفاع لپاره له هر ډول شته وسیلو ګټه واخلو". نوموړي لوېدېځ تورن کړی چې روسیه کمزورې کول، وېشل او ویجاړول غواړي.