پاچا چارلس ویسټ منسټر ته د بریتانیا ملکې تابوت لېږدولو مراسمو کې ګډون وکړ
پاچا چارلس او زامن یې ویلیم او هري د ملکې الېزابت د تابوت تر شا روان وو، چې د ملکې تابوت ویسټ منسټر هال ته لېږدول کېده.
د ملکې تابوت به هلته څلور ورځې ایښی وي، خلک به درناوی ورته وړاندې کوي او د دوشنبې پر ورځ به خاورو ته وسپارل شي.
د پاچا خور شهزادۍ ان، وروڼه شهزاده اندریو او شهزاده اډورډ هم مرکزي لندن کې ویسټ منسټر هال ته د ملکې تابوت لېږدولو په دې مراسمو کې شامل وو.