تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاچا چارلز د بريتانيا لروبر سفرونو ترڅ کې شمالي ايرلنډ ته رسېدلی
د بریتانیا پاچا چارلز د بريتانيا لروبر سفرونو ترڅ کې شمالي ايرلنډ ته رسېدلی. د ملکې تابوت بيا له سکاټلنډۍ پلازمېنې د لندن پر لور خوځېږي.
زرګونه وير کوونکي سکاټلنډۍ پلازمېنه اېډنبره کې د ملکې اليزابېت تابوت لېږدوونکې کاروان ته غونډ شوي وو.
دا به د اېډنېبره سېنټ ګايلز کليسا کې کې د يوه څه وخت لپاره ايښودل شوې وي، وروسته به یې مړی پر ځايي وخت ۵ بجې لندن ته لېږدول کېږي. ويرکوونکو له بېګا شپې انتظار کاوه، چې خپل وروستی درناوی وړاندې کړي.
پاچا درېيم چارلز او مېرمنې بيا شمالي ايرلنډ ته سفر کړی.
داسې حال کې چې د بريتانيا له څلورو برخو یې د خپلو ليدونو کتنو بهير روان ساتلی دی. پاچا چارلز د دې سيمې د لويو ګوندونو او مذهبونو له مشرانو سره ګوري. دا لومړی ځل دی، چې ۸۰ کلونو کې د بريتانيا يو پاچا شمالي ايرلنډ ته ورځي.
په خپله ملکې اليزابېت تل په يوه سره نژدې تړاو مينه ناکې کورنۍ کې د خپلې لويېدا يادونو سره مينه لرله، دې د شاهي دندو غوښتنو او هم د خپل مېړه او ماشومانو د اړتياوو ترمنځ د انډلو ساتلو هڅه کوله. د هر بلې کورنۍ په څېرې ستونزې هم په کې وې.. خو له دې راپور کې به یې چې وګورو کورنۍ سره یې اخلاص د ژوند او واکمنۍ يوه مهمه برخه وه.