پاکستان کې سېلابونه: له يوه افغان کډوال سره خبرې

د ویډیو تشریح، پاکستان کې سېلابونه: له يوه افغان کډوال سره خبرې

د پاکستان وروستیو سیلابونو نژدې ۱۲ سوه کسان وژلي او څه نا څه ۳۳ میلیونه خلک یې اغېزمن کړي دي. د پاکستان حکومت وايي، سیلابونو او پشکال بارانونو دغه هېواد ته د ۳۰ میلیارده ډالرو په اندزاه زیانونه هم اړولې دي. د ملګرو ملتونو مشر اقلیمي بدلون د وروستیو سیلابونو اصلي لامل بللی دی.

سېلابونو هلته مېشتو افغان کډوالو ته هم ډېر زیانونه اړولي دي. دلته د یوه افغان کډوال حال ګورو چې سیلابونو یې د کور نژدې هر څه له منځه وړي دي.