د چارسدې سېلاب ځپلي

د ویډیو تشریح، د چارسدې سېلاب ځپلي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د خيبر پښتونخوا سېلاب ځپلو لپاره د لسو ميلياردو پاکستانۍ روپيو مرستې اعلان کړی دی.

د خيبر پښتونخوا مشر وزير محمود خان هم ورته اعلان کړی دی.

د بېلابېلو ادارو چارواکي د سېلاب له امله د اوښتي مالي او ځاني تاوانونو د شمېر په ټولولو بوخت دي. سېلاب د پښتونخوا سوات، نوښار او چارسده ولسوالۍ ډېرې ځپلې دي.

په چارسده کې ځینې کسان ګورو او اورو چې سېلاب ترې هر څه اخیستي دي.