اروپا "تېرو ۵۰۰ کلونو کې تر ټولو بده وچکالي" تجربه کوي

د عکس سرچینه، EPA
د اروپا له درېو دوه برخو کې د وچکالۍ خبرداری ورکړ شوی، چې تېرو ۵۰۰ کلونو کې داسې څه نه دي تجربه شوي.
د وچکالۍ نړیوالې څارنې وروستۍ رپوټ ښیي چې د اروپا لویې وچې نږدې نیمه برخه (۴۷ سلنه) د خبرداري حالاتو سره مخامخ ده، په دې مانا چې خاوره یې وچه شوې ده.
۱۷ سلنه نوره برخه بیا د احتیاط حالت کې ده، په دې مانا چې پر ونو بوټو یې د فشار نښې نښانې لیدل شوي.
دا رپوټ خبرداری ورکوي چې د وچکالۍ دا څپه به کرنیز محصولات اغېزمن او د ځنګلي اورلګېدنو لامل وګرځي او ښایي د اروپا سویلي سیمو کې څو میاشتې نور هم دوام وکړي.
که د تېرو پنځو کلونو له اوسط سره پرتله شي نو سږ کال د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د غلو دانو په حاصلاتو کې د ۱۶ سلنې، د سویابین ۱۵ سلنه او د لمرګلي ۱۲ سلنه کمېدو وړاندوینه شوې ده.
د وچکالۍ څارخونه د اورپايي کمېسیون د څېړونکې څانګې برخه ده.
دې کمېسیون دغه تازه رپوټ ته غبرګو کې ویلي، لومړني مالومات ښيي چې "اوسنۍ وچکالي تېرو ۵۰۰ کلونو کې تر ټولو بده ده."
څېړونکې کمېشنره ماریا ګابریل وايي روانې تودې څپې او د اوبو کمښت "د ټولې اورپايي ټولنه کې د اوبو کچه له بې مخینې فشار سره مخ کړې ده."
نوموړې زیاتوي "موږ دمګړۍ ګورو چې د ځنګلي اورلګېدنو موسم تر منځنۍ کچې ډېر محسوسېږي او د محصولاتو تولید پام وړ اغېزمن شوی. له شک پرته د اقلیم بدلون د هر کال په تېرېدو لا ډېر محسوسېږي."

د عکس سرچینه، EPA
د وچکالۍ د څار رپوټ کې خبرداری ورکړ شوی چې د نږدې ټولې اروپا سیندونه څه نا څه وچ یا یې اوبه کمې شوې دي.
دې وچکالۍ د بېړیو تګ راتګ پر اغېزمنو سربېره د انرژۍ سکتور هم ځپلی.
دغه رپوټ کې راغلي چې له اوبو تولیدېدونکې انرژي وار له مخه ۲۰ سلنه کمه شوې.
رپوټ زیاتوي چې دغه اوچکالي د روان کال له پیل دوام کړی او او اګست کې پسې لا شدیده او سخته شوې ده.
وړاندوینه داده چې دغه وضعیت به د روان کال تر نومبره د مدیترانې کې دوام وکړي.
په رپوټ کې خبرداری ورکړ شوی چې د ایټالیا، اسپانیا، پورتګال، فرانسې، جرمني، هالنډ، بلجیم، لوګزامبورګ، رومانیا، هنګري، شمالي صربیا، اوکرایین، مالدوا، ایرلنډ او بریتانیا په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې وضعیت په خرابېدو دی.









