موګاديشو کې ترهګر بريد: ځواکونه يې وايي اورپکي يې وژلي

د ویډیو تشریح، موګاديشو کې ترهګر بريد: ځواکونه يې وايي اورپکي يې وژلي

سوماليا کې امنيتي ځواکونه وايي پلازمېنه موګاديشو کې یې له هغه هوټله ۱۰۶ کسان ژغورلي، چې د جمعې پر ورځې پر الشباب اورپکو بريد کړی و.

د حيات هوټل دېرش ساعته کلابندۍ پای کې، د پوليسو مشر خبريالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونه یې خونه په خونه په ملکيانو پسې ګرځېدل.

عيني شاهدان وايي د بريد پر مهال لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي، خو د پوليسو مشر یې د مرګژوبلې شمېرو په اړه څه معلومات ورنه کړل.