ارجنټاين کې مخ پرځوړ اقتصاد: لوړو بيو يې خلک ډېر ځپلي
ارجنټاين یو وخت لاتینه امریکا کې یو له خورا سوکاله هېوادونو و خو د ملګرو ملتونو په وینا، اوس یې نژدې ۱/۳ برخه وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.
کورونا وبا او په اوکرایین کې جګړې پر دغه ډېر کمزوري اقتصاد ویجاړونکی اغېز کړی دی. له همدې امله يې اوس ډېر شمېر خلک له ښارونو، کچه ابادیو ته کډه کوي.
د بي بي سي خبریاله اګستینا لايتورېتې کانکورډیا ته تللې وه، چې ارجنټین کې یو له بې وزلو سيمو بلل کېږي، دې له ځوانانو سره لیدلي دي.