د ۱۳ پېړۍ لرغونې بېړۍ کې ګڼ شمېر پخواني توکي موندل شوي

د ویډیو تشریح، د ۱۳ پېړۍ لرغونې بېړۍ کې ګڼ شمېر پخواني توکي موندل شوي

د منځنیو پېړيو د يوې بېړۍ پاتې شوني، چې نېټه يې ان ۱۳ مې پېړۍ ته ورغځېږي، د بريتانيا جنوب کې د ډورسېټ له سمندرغاړې سره موندل شوي دي.

دا بېړۍ چې د اونګ په پاتې شونې پېژندل کېږي، زېرمه یې د يوه ځايي غوټه وهونکي له لوري موندل شوې ده.